ملالۍ جويا د زړورې مېرمنې جايزه ترلاسه کړه

جوياته له جايزې ورکولو وروسته شپږو هغو مېرمنو چې د نوبل جايزې يې ګټلې وې، له هغې څخه ملاتړ اعلان کړ

پژواک خبري اژانس، د ۱۳۸۷ کال د تلې ١٧مه ـ د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر ۸مه
خالد موحد


Joya after receiving the award in London
جویا د جایزی اخستیلو وروسته په لندن کی

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو تعليق شوې استازې، ملالۍ جويا ته په لندن کې د روسۍ ژورنالستې انا پوليتکو فسکايا په نوم د زړورتوب کلنۍ جايزه ورکړل شوه.

له ملالۍ جويا څخه د دفاع د کمېټې له خوا ، نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه جايزه د RAW in WAR ټولنې له خوا پرون (د تلې په ١٥مه) د يوې غونډې په ترڅ کې ورکړل شوې ده.

د اناپوليتکوفسکايا روسي ژورنالستې په نوم دغه جايزه هرکال هغې مېرمنې ته ورکول کېږي، چې د حقايقو په ويلو يې ستر خطرونه په سر اخيستي وي او ځان يې په خطر کې وي .

فسکايا د روسيې د پخواني ولسمشرپوتين د سياست نيوکه کونکې وه او په چيچن کې يې دروسې پوځ جنګي جنايتونه محکوم او رسوا کول، دغې مېرمنې له هرډول خطرونو سره خپل کار ته دوام ورکړ، خو په ٢٠٠٦ کال د اکتوبر په اومه په مرموزه توګه ووژل شوه.

له ملالۍ جويا څخه ددفاع دکمېټې له خواپه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جوياته له جايزې ورکولو وروسته شپږو هغو مېرمنو چې د نوبل جايزې يې ګټلې وې، له هغې څخه ملاتړ اعلان کړ.

دغو مېرمنو ويلي چې دوى د جويا زړورتوب ستايي او پارلمان د هغې د بېرته ورتګ غوښتنه کوي.

د سرچينې په وينا، جويا ژمنه وکړه چې دغه (٥٠٠٠ ډالره) جايزه به په افغانستان کې د ښځو د حالت د ښه والي په لاره کې ولګوي .

د خبرپاڼې په حواله، همدارنګه جويا د جايزې له ترلاسه کولو وروسته وويل: «ددغې جايزې په راکولو په حقيقت کې تاسو د بنسټپالو او اشغالګرو پر وړاندې زماد مبارزې ملاتړ کوئ . زه په مقابل کې تاسو سره ژمنه کوم چې له ګواښونو او خطرونو سره سره به يوه لحظه هم د حقيقتونو له ويلو بې خبره پاتې نه شم.»

د فراه دخلکو استازې ٣٠ کلنه ملالۍ جويا، تېر کال د غويي په ٣١مه، وروسته له هغې د ولسي جرګې له خوا له روانې تقنيني دورې څخه ګوښه شوه، کله چې هغې په يوه ټلويزيوني بحث کې ملي شورا ته د غوجل خطاب وکړ.

دغه خطاب لومړى دمشرانو جرګې غوسه را وپاروله او بيا د هغوى له غوښتنې څخه يوه ورځ وروسته ولسي جرګې هم د هغې په تعليق کولو خپل غبرګون په ډاګه کړ.

جويا، له پخواڅخه په جهادي مشرانو لفظي بريدونه جاري ساتلي دي، هغې د اساسي قانون په لويه جرګه کې هم داسې خبرې کړې وې، چې د ډېرو جهادي کسانو غوسه يې را پارولې وه.

که څه هم جهادي مشران او ځينې خلک د جويا خبرې ، د راوا (د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت) چې د جهادي تنظيمونو ضد پاليسي لري ، په اشاره ګڼي ،خو جويا وايي چې تراوسه ددغه ګوند د غړيتوب (وياړ) نه لري.





Joya after receiving the award in London

Joya delivers speech after receiving the award in London