ټولو ته په سلام سره، زه ملالی د افغانستان څخه یم. له وردی څخه په خورا مننې او درناوي سره چې زما لپاره یې موقع برابره کړه تر څو د افغانستان رنځیدلی ملت په استازولې خپل پیغام په دغه غونډه کې «نه ناټو ته» وړاندې کړم.

زړه ته رانږدی ملګرو، افغانستان په ډیر کړکیچن حالت کې دی. له یو لوری ، د کرونا ویروس خپریدل زموږ خلک په ډیره ناوړه توګه اغیزمن کړی دی او له بل لوری څخه، وروسته د دوو لسیزو جګړې او ویجاړیو او د سلګونو زرو ملکي افغانانو وژل کیدل، امریکا د طالبانو سره د غولونکی «سولې تړون» لاسلیک کړ. دغه «سوله» له درواغو پرته بل څه نه ده چې سپینې ماڼۍ د نړۍ او خپلې ټولنې د خلکو د ذهنونو غولولو لپاره ترې خبری کوی.

اوسنې ویجاړونکی جګړه پاي ته رسیدلو څخه ډیره لری ده ځکه چې د تر ټولو څخه ځناورو ترهګرو وسلوالو ډلو سره د بهرنیو استخباراتی سازمانونو په ملاتړ کرغیړنه معامله هیڅکله هم ریښتینې سوله رامنځ ته کولی نشی. کلک باور لرم چې پرته له عدالت څخه سوله بی‏معنا خبره ده.

درنو ملګرو، د جو بایدن خبری مو اوریدلی دی چې خپل سرتیري د سپټامبر تر میاشتې له افغانستان څخه اوباسي. هیله منده یم چې نیواکګر هر څه ژر افغانستان پریږدي. ما تل هیواد څخه د بهرنیو نیواکګرو وتلو باندې ټینګار کړی دی. هیڅ ملت نه شي کولي چې بل ملت ته خپلواکی ډالۍ کړي.

په دوو ورستیو لسیزو کې، امریکا شاوخوا یو میلیون افغانان په نیغه او یا غیر مستقیمه توګه وژلي دي، د «بمونو مور» او وږیزو بمونو او سپین فاسفورس څخه یې ګټه واخیستله، فاسد او مافیایی اقتصاد یی رامنځ ته کړ،زمونږ چاپیریال یی ککړ کړ او افغانستان یی د مخدره توکو په نړیوال مرکز بدل کړ. په خواشینې سره، ناټوهم د امریکا په لاره پل کېښود.

افغانستان څخه د امریکا او ناټو تر وتلو وروسته به د ټولو جهادی او طالبی ترهګرو او همدارنګه د پاکستان «آی اس آی» ملا ماته شي. او کاش کې چې دغه ترهګری ډلې هم له ځانه سره یوسی.

په دي کې شک نشته چې ، د نیواکګرو سرتیرو وتل به په لنډ مهاله کې د ناامني او اقتصادي ستونزو لامل شي خو په اوږد مهاله کې به زموږ خلک ګټه وکړی.

په افغانستان کې د امریکا فوځي نه شتون په حالت کې، شاید چې چین، ایران، پاکستان،هند او روسیه له دغې سیمې څخه ځان لپاره لوی ګواښ و نه ګڼی او دغه کار به د افغانستان په داخلي چارو د هغوی د لاسوهنی څخه د مخنیوی لامل شي.

د لویو ځواکونو تر منځ د تسلیحاتي سیالې ګړندی کیدل او په سوریه، عراق، یمن، اوکراین، سوډان لیبیا او… کې په زوره تپل شوی جګړي به مخکې له هر وخت څخه د دریمې نړیوالی جکړی د پیښیدلو احتمال ډیر کړی دی. چې احتمالا د داسې فجایعو لامل شي چې فکر یی هم نه وي شوي. د پنټاګون په مشرتابه سره سترځواکونه د خپلو استراتیژیکو ګټو پر مخ وړلو لپاره د منځنې پیړیو په ترهګرو لکه طالبان، داعش، القاعده، ابوسیاف، بوکو حرام او… باندې پانګه اچونه کوي، خو ترهګریزې چاری د نوموړو بیوزلو خلکو په ملت کې نه پاتي کیږی بلکې د هغه لمن به د لویدیځ هیوادونو لویو ښارونو ته هم وغځیږي. په څو ورستیو کلونو کې مونږ، اروپایی ښارونو کې د دغه ډول ډارونکو پیښو شاهدان وو.

د تل پاتې سولې او جنګ پای ته رسولو لپاره هڅې د نړۍ د ټولو باشعورو خلکو اخلاقي دنده ده. نو په دی اساس، د دی وخت رارسیدلی چې د باعدالته نوی نړۍ لپاره کار وکړو.

موږ افغانستان څخه د ټولو نیواکګرو فوځیانو د وتلو غوښتونکې یو خو زموږ خلک لا تر اوسه هم د ټولې نړۍ مخکښو او عدالت غوښتونکو ځواکونو، شخصیتونو او فعالینو ملاتړ ته اړتیا لری

.

ژوندي دې وي خپلواکې، دموکراسې، نړیوال پیوستون، سوله او ټولنیز عدالت!