د سږ‌نی کال د ښځو په نړیواله ورځ کې افغان مظلومو مېرمنو د ط/البانو د اسلامي امارات له ربړونو ژور ټپونه خوړلی او د هېواد ټپي شوی بدن څخه تر پخوا لا زیاتی وینې بهیږی.

له هغې ورځې چې د ښځو ضد او انسان وژونکي ط/البانو ترهګره ډله زموږ د خلکو په برخلیک تپل شوي، دغه داړونکي هره ورځ پرله پسې ناورینونه رامنځته کوي او زموږ د ملت پر وړاندې ویرونکي جنایاتونو ترسره کوي، په ځانګړي ډول هڅه کوي د ټولنې نیم نفوس له پامه وغورځوی او ټولنه په بشپړه توګه فلج کړي.

د ښځو د زدکړو او کار له مخنیوي نیولې تر ترور، ځپلو، بندیانولو، ربړونو، تښتونو، په عام محضر کې په دورو وهل، سنګسار، جبري ودونو، سر غوڅولو، تر ډله یزو تیریو په هېڅ يې صرفه نه ده کړې، بدبختانه نن ورځ زموږ د هېواد کړېدلې مېرمنې حتی په خپل کور کې د خوندیتوب احساس نه کوي.

څرنګه چې د سږکال د مارچ میاشتې په لومړي نیټه څلور تنو ط/الب ترهګرو په سرپل ولایت کې د یوې مظلومې او بې سرپرستې میرمنې په کور برید وکړ، او د هغې پردوه لورګانو یی چې یوه يې دیارلس کلنه او بله یې یوولس کلنه وه له ربړونو وروسته ډله يز جنسي تیری وکړ. دغه ترهګر چې تل د عدالت او اسلامي شریعت خبرې کوي او تر دې دمه یې سلګونه کسان په دغه نوم په لوبغالو او عام محضر کې په ځناوریزه توګه په بې رحمۍ سره په درو وهلي یا یې سنګسارکړي ؛ په کراتو يې د خپلو لنډه غرو په جنایتونو او فسادونو سترګې پټې کړي. موږ باور لرو چې دغه جنایتونه او بې ناموسۍ د دغو لنډغرانو د کړنو یو رسوا شوی بڅرئ دی،په داسې حال کي چی په ډېرو نورو خپلو جنایتونو او شرمونکو عملونو یي سترګې پپټې کړی د هېرولو هڅه یې کوی؛هغه هم په داسې حال کې چې نړۍ یو ځل بیا افغانستان او افغان میرمنې هېرې کړي دی، چې په رښتیا سره د ښځو ناوړه وضعیت پر وړاندې چوپتیا د شرم وړ خبره ده.

د وروستیو بیلګو په توګه کولای شو په فراه ولایت کې د مولوي عبدالجبار جلالي د تیري او بې ناموسۍ نه ترسعید خوستي، نور الله عادل، حقاني او نورو نومونه واخلو.

د ط/البانو لاس ته د افغانستان له سپارلو تر اوسه د یو نیم کال په اوږدو کې د زړه بوږنوونکو او تنګو شرایطو په شتون کې د زړورو میرمنو لوړ آواز د هېواد له ګوټ، ګوټ نه اوچت شوی، هغوی څراغ په لاس د روښانه ورځو او د دې جنایتکارانو د محکمې لپاره غږونه پورته کوي.

هیله مند یم، چې یوه ورځ به دغه په حقه غږ او غوسه چې نه یوازې د ښځو بلکې د ټولنې ډیری وګړو غږ دی په قهرناک طوفان بدل شي او د ط/الب ترهګرو، داعش، جهادي او نورو پردیو نوکرانو ټغر به د هېواد له غېږې په بشپړه توګه را ونغښتل شي.