ملالۍ جويا د ٢٠٠٩ کال د مارچ په ٢٨ نيټه د هالنډ په روتردام ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ٢٠٠٩ کال د تبعيض ضد نړيواله جايزه ترلاسه کړه. نوموړې د هالنډ د يووالي د پياوړتيا بنسټ ( Unity is Strength ) له خوا د دې جايزې لپاره نومول شوې وه. د دې جایزې سره هغې ته په افغانستان کې د آزادۍ او د ښځو د حقونو لپاره د هغې په مبارزه کې د هغې د زړورتیا او دوام لپاره ستاینه کیږي.
