د مازيګر مجلی ملالۍ جويا سره مرکه
په پیل کې که ځان د مینې مجلې لوستونکو ته معرفي کړئ؟
– نوم مې ملالۍ جویا ده، په افغانستان کې د بشر حقونو او د ښځو حقونو ملاتړې یم، د نیواک او بنسټپالۍ پر وړاندې مبارزه کوم.
– کله مو خپله مبارزه پیل کړه؟
– په ځوانۍ کې د مبارزې ډګر ته راغلم، د زدکړې او ټولنیزو مرستو له لارې مې د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه د افغانستان له کړېدلو ښځو سره کار پیل کړ. په ۱۶ کلنې کې مې پاکستان کې د ګډوالو په کمپونو کې ښځو ته د لیک لوست زدهکړې کورسونه جوړ کړل او له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته د طالبانو په توره دوره کې هېواد ته راستنه شوم او د یوې ښوونکې په توګه مې په پټه نجونو ته کورس پرانیست. تر طالبانو وروسته په فراه کې مې ځان د اساسي قانون لوی جرګې ته نوماند کړ چې ومې کولای شو دې جرګې ته لار پیدا کړم او د ولس په استازیتوب د حقیقتونو په ویلو سره مې د هغو جنایتکارانو څېرې بربنډې کړې چې ددې جرګې په لومړي کتار کې ناست ول او د هغوی د ملي او نړیوالې محاکمې غوښتونکې شوم.
له دغه ځایه زما د ژوند بل پړاو پیل شو او اوس له هر تربیون څخه د خاینانو او جنایتکارانو پر ضد خپل غږ پورته کوم.
– د امریکائي پوځي هډو په اړه ستا نظر څه دی؟
– زما په اند نه یوازې د امریکا پوځي هډې بلکې د هر بهرني هېواد هډې زمونږ په هېواد د نیواک په مانا دي.
د امریکا او ناټو په شتون کې زمونږ هېواد خپلواکي له لاسه ورکړې، اوس دا امریکایان او غربیان دي چې د افغانستان لپاره تګلاره ټاکي او د خپلې خوښې ځناورې ډلې دلته واکمنوي.
په حقیقت کې نیواکګر زمونږ د هېواد ځمکه او آسمان په واک کې لري او له هغې څخه يې د خپلو وسلو آزمایلو لابراتور جوړ کړی دی. له سپین فاسفورس څخه نیولې تر خوشهی بمونو او د بمونو مور یې زمونږ په خاوره کې وازمایل.
امریکا په خپل خونړي تاریخ کې په کراتو دا په ډاګه کړې چې د جنایتکارو، ترهګرو او مافیایي بانډونو اصلي ملاتړې ده. په هر هېواد چې یرغل کوي همدا ډلې ټپلې هلته واکمنوي او غښتلې کوي یي. تر هغې چې امریکا زمونږ په خاوره واکمنه وي، د ترهګرۍ، جګړې، مخدره توکو او ټوپکسالارانو ریښې به وچې نشي بلکې برعکس امریکا په همدغو جنایتکاره ډلو تکیه کوي او زمونږ ولس په همدوی ځپي.
مونږ ولیدل چې امریکا جنایتکاره او د زرګونو انسانانو وژونکی ګلبدین پر مونږ راوتپه او اوس هم له ځناورو طالبانو سره په خبرو اترو بوخته ده او د هغوی وینېڅښونکي ترهګر له بندخونو خلاصوي.
نور ډېر لاسوندونه شته، چې دا په ډاګه کوي د القاعده، طالب، داعش او نورو ځناورو ډلو په جوړولو کې چې زمونږ په هېواد کې يې د وینو ویالې بهولي د امریکا د څارګرو ادارو لاس دی او تر ننه پورې له هغوی څخه ملاتړ کوي.
نو زما په اند سولې ته د رسېدو او د ټوپک او زور او مافیا ختمولو لپاره لومړی ګام د بهرنیو ځواکونو وتل دي. هغه ولس چې خپلواکي ونلري هیڅ هم نلري او د خپلواکۍ او ښځو حقونو او دموکراسۍ شعارونه د چارواکو له لوري درواغ او چل دی.
تر هغې چې امریکا زمونږ په خاوره کې وي، د پاکستان او ایران او… بېشرمانه لاسوهنې به هم ادامه ولري.
– تاسې ته سیاست څه مانا لري او د کوم ګوند غړیتوب مو د څه لپاره اخېستی؟
– سیاست د خلکو په ګټه د چارو د ادارې علم دی. زه د مارتينز له دغې خبرې سره همغږې یم چې «سیاست له هغې شیبې پیلېږي چې خلک د انساني ارزښتونو قلمرو ته وردننه شي. سیاست دې ته وایي چې خپلې شخصي ګټې له جمعي ګټو قربان کړې.»
خو دا علم د بېلابېلو ډلو له لوري په خپله ګټه کارول شوی دی. زمونږ په هېواد کې له بدهمرغه هغوی چې په واک کې دي له سیاست څخه خپلو کرغېړنو موخو ته رسېدو لپاره ګټه اخلي او ولس ته سیاست د یو ناولي څیز په توګه ورپیژني. په داسې حال کې د وطنپلورنکو او خاینانو او جنایتکارانو د سیاست له دنیا څخه بهر یو پاک او سپیڅلی سیاست هم شته دی، چې هر وطندوست او آزاديغوښتونکی مبارز شخص یې باید خپل کړي. سیاست د زیارکښنانو په لاس کې له زبیښاک څخه د خلاصون لپاره یوه غښتلې وسله ده. کله چې د یو هېواد وګړي له سیاست څخه ځان لېرې کوي دا په دې مانا ده چې ډګر فاسدو او خاینو سیاستمدارانو ته خوشې کوي، ټولنه د بدمرغیو په لور ځي.
بیځایه نده چې اپلاتون ویلي «هغوی چې ځان له سیاست څخه لېرې کوي د احمقانو له لوري اداره کیږي.»
د خاینانو او ناتارکونکو د واکمنۍ یو لامل زمونږ د خلکو سیاسي ناپوهي ده. تر هغې چې زمونږ زیارکښ ولس د پرمختللي او مبارزو خلکو له لوري په پوهه سمبال نشي، ناشونې ده چې ټولنه دې د خلاصون او ښیرازۍ په لور لاړه شي.
زه د هیڅ ګوند غړیتوب نه لرم او تر اوسه مې خپله هم ندي غوښتي چې د کوم ګوند غړیتوب ترلاسه کړم ځکه نه غواړم چې غږ مې یوې ځانګړې ډلې پورې تړلی وي. زما غږ د ټول ولس غږ دی.
خو د ځینو جریانونو او ګوندونو سره لکه د «افغانستان همبستګۍ ګوند» چې د پرمختللو ځوانانو له لوري رهبري کیږي او «راوا» چې د ښځو حقونو ترلاسه کولو لپاره په مېړانه مبارزه کوي مینه لرم او د هغوی مبارزې او مېړانې ته درناوی لرم. زه هغو ټولو خلکو او جریانونو ته د ملګرتیا لاس ورکوم چې د نیواک او بنسټپالۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او د سیکولاریزم پر ستنو ولاړې دموکراسۍ پلوي وي.
– د ښځو لپاره مبارزه هغه هم په یوه نرواکه ټولنه کې څومره سخته او ولې ارزښتمنه ده؟
– پرته له ګومانه د ښځو حقونو تر لاسه کولو لپاره مبارزه او هغه هم په یوه داسې ټولنه کې چې اکثریت ښځې یې د بنسټپالۍ او نرواکۍ له زوړ فرهنګ څخه ځورېږي، آسانه کار ندی. خو دا ډېره اړینه او له ګواښه ډکه دنده د هغو مبارزو او پرمختللو ښځو او سړو لپاره ده چې د ښځو حقونو او د هغوی وړتیا ته درناوی لري او هغوی باید د نه ستړي کېدونکې مبارزې له لارې شپه او ورځ کوښښ وکړي چې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړل شي. زما په اند که په تېرو اتلسو کلونو کې مو یو ولسواکه دولت لرلی، چې ښځو ته یې په سیاسي او اقتصادي برخه کې د کار زمینه برابره کړی وای نو نن به زمونږ ښځې په داسې شرایطو کې نه وای. خو له بدهمرغه په تېرو اتلسو کلونو کې یوازې سرکاري ښځو ته چې د امریکا او لاسپوڅي دولت په چوپړ کي دي فرصت برابر شو چې هغوی هیڅکله د رنځېدلو ښځو استازیتوب نشي کولای. د هېواد په ټولو چارو کې د ښځو له فعال ګډون پرته ناشونې ده چې هېواد کې سوله او آرامتیا راشي.
– تاسې د ښځو او نرو مینه یو شان که بېله ګڼئ؛ ستاسې په اند کومه ډله یې ډېره بریالۍ او مهربانه ده؟
– مینه او احساسات هغه ځانګړتیاوې دي چې کولای شو د دواړو نر او ښځې په وجود کې یې پیدا کړو خو له ټولو اړینه انسانیت او ویښ وجدان دی چې هیله لرم د ټولنې په هر غړي کې وي. زما په اند جنسیت اصله مسئله نده بلکې دا طبقاتي اړیکه او سیاسي موضع ده چې د یو چا د ماهیت څرنګوالی بیانوي.
زه د هغو ټولو فمینیستانو مخالفه یم چې ټولې ښځې ښې او ټول سړي بد او دښمنان ګڼي حال دا چې د کاندولیزا رایز، مارګرټ ټاچر، مادلین آلبرایت، هیلاری کلینټن، انګلا مرکل، جینا هسپل، مریلین هیوسن او نورو په څېر ښځې هم شته چې د بشریت او ښځو سترې دښمنانې دي او دا د ټولو مبارزو ښځو دنده ده چې ددغو ترهګرو او جګړه ملاتړو ښځو پر وړاندې وجنګېږي. يادې ښځې له نرانو جنایتکارانو لکه بوش، ټرامپ، ټونيبلیر او نورو نه هم خطرناکې دي چې هیڅ رحم او مینه یې په وجود کې نشته.
په خپل هېواد کې هم سرکاري، مافیايي او بنسټپالې ښځې لرو لکه فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، قدریه یزدان پرست، فرخنده زهرا نادري، فاطمه ګیلاني، حبیبه سرابي، عادله راز او نورې چې د پیسو او څوکې په بدل کې هر رذالت ته غاړه ږدي او د جنایتکارانو او خاینانو د لاسو وسیله ګرځي.
– تاسو په څو ژبو خبرې کولای شئ او نور څه غواړئ چې وکړئ؟
– زه په درې ژبو پښتو، دري او انګلیسي خبرې کولای شم. کاش چې په ټولو ژبو مې خبرې کولای شوای چې له خپلو خلکو سره د هغوی په ژبه غږیدلې وای.
که یو ملي او ولسواک دولت مو لرلی نو هیله مې دا وه چې د ښوونکې په توګه خپل ولس ته خدمت وکړم ځکه پوهه د هوساینې او رڼا کیلي ده.
له کومه ځایه چې په هېواد کې روانه جګړه یو تبلیغاتي جګړه هم ده نو زه کوښښ کوم تر څو ددوی د درواغو تبلیغات خنثی کړم، حقیقت تر خلکو ورسوم او په هغو سفرونو کې چې بهر هېوادونو ته يې لرم هڅه مې دا ده چې د هغو هېوادونو وګړو ته د هغوی د جنایتکاره دولتونو خاینانه سیاستونه افشا کړم.
– مینه مجله او مازیګر ویبسايټ ستاسې مرکه خپروي، چلونکو او لوستونکو ته څه پیغام لرئ؟
– زما پیغام دا دی له هاغه ځایه چې هېواد مو په ډېر حساس تاریخي پړاو کې دی او زمونږ ولس له هر وخت څخه زیات یووالي او مینې ته اړتیا لري تر څو هېواد مو له ټوټه – ټوټه کېدو او د دښمنانو له منګولو وژغورل شي، دا یوازې د هېواد د ټولو مليتونو په یووالي، مبارزې او پیوستون سره شونې ده او بس.
باید د دینپلورونکو او قومپلورونکو په خبرو ونه غولېږو او د هغوی په خاینانه لوبو کې چې هېواد د ویجاړۍ او تجزيې لور ته بیایي، ګډون ونه کړو.