یو شاعر دوست دغه شعر هغه معصومی انجلی مدینی ته ویلی چی پلاریی ددی مخکی ورته شهید کړ هغه دوست زماڅخه خواهش وکړ چی په خپله صفحه یی وطندارانو سره شریک کړه نو زه یی دخپلی صفحی څخه تاسوسره شریک کوم.
قاتله تامی زما ارمان د بابادی ځوانی وخوړل
قاتله تا زما مخکی زما دباباجان زندګی وخوړل
قاتله ولی دی زما مخکی زما ارمان زماهستی وخوړل
زما!ماشوم ورونه انتظار تربیګاه باباته په دروازه کی
نامرده تا زموږ د ټولو هیلی اوخوشحالی وخوړل
قاتله تامی په بابا باندی پېر وکړ ماته دی نه کتل
لاس کی توپنګچه نښان دی زما پربابا ګوته دی نه لړزیدله
اخ ظالمه په پردې مرمې دی زما د بابا زندګی وخوړله
قاتل ظالمه بدرنګه څیره راغلی زما وه باباجان ته
قاتله تیاره دی راته راکړل زمادژوند دی خانی وخوړل
قاتله داحق درته چادرکړی وو چی زما باباجان شهید کړه
قاتله درته چاوویل چی زما دبابادی زندګی وخوړل
قاتله وهشتګره تا زماامیدو هیلوته نه کتل
زمامعصومه څیر زما باباجان ځوانې ته نه کتل
ماپه وړه وړه ژبه باباجان ته خپلی هیلی ویلې
بابابه می ویل ووایه نه پوهیږم ته راته چیشی وایی
په خندا خندا به یی زما هیلی باربار اوریدلی
زماپه وړه ژبه روانی خبری باباته می دخوند دخنداخبری
زما او د باباخبری زماهیلی زما دی ارمانونه وخوړل
قاتله راته ورانه دی دونیاکړل زمادی خوشحالی او حوسونه وخوړل
قاتله ظالمه زما او د بابا ترمنځ دی ټول رازونه وخوړل
زما مخکی دی باباجان وواژه زماد ژوند دی ارمانونه وخوړل
قاتله هستی دی راته ورانه کړل دبل په لمسون زما دی نازونه وخوړل
اخ اخ قاتل غلامه زمادی دژوند ټوله ارمانونه وخوړل
زما باباجان دی راته شهیدکړی زما سره دی څه دشمنی وه
زما باباجان دی ځوانی زما دژوند دی نازونه وخوړل
قاتله اخ ظالمه تا زما د ځلا او ازاد ژوند ټول ګلونه وخوړل